په مزارشریف کې د ترافیکو په رینجر موټر چاودنې 18 تنه ټپیان کړي

د مزارشریف ښار په مرکز کې د ترافیکي پولیسو  په یوې رینجر موټر  د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې ۱۸ ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پیښه نن د لیندۍ په ( ۲۶)  نیټه سهار د مزار شریف ښار د مبارکې روضې اړوند رامنځ ته شوې ده.

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وایې، دغه پیښه په یوه بایسکیل کې د ځای پرځای شوي ماین له امله وه چې د ترافیکي پولیسو په رینجر موټر رامنځ ته شوې .

نوموړي زیاته کړه ، چې په دې چاودنه کې ۱۲ ملکي وګړي، یو پولیسو او ۵ ترافیکی پولیسو ټپیان شوي.

تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *