د امنیتي ځواکونو په ناپیلتوب د عبدالله ټینګار

د هېواد اجراییه رییس د امریکا د قضاییي کمیټې د رییس سره په لیدنه کې د امنیتي ځواکونو پر «ناپیلتوب» ټینګار کړی او د تقلبي رایو د تصفیې غوښتنه یې کړي ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ډاکټر عبدالله عبدالله پرون ماښام په سپیدار ماڼۍ کې د امریکا د قضایي کميټې د رییس «لیندسي ګراهام» سره لیدلي دي.

ډاکټر عبدالله  په دغه لیدنه کې د نظام الدین قیصاري د نیولو موضوع ته په اشارې د هېواد په مساییلو کې د وسله والو قواوو په «بې طرفۍ» د ټینګار کولو ترڅنګ څرګنده کړه چې د وسله والو ځواکونو او هوایي قواوو څخه باید د ښارونو په داخل کې د شخصي او سیاسي ګټو لپاره پر خلکو د حملو کولو کار وانخیستل شي.

نوموړي همدارنګه د هېواد د ټاکنو د مختلفو مساییلو په اړه ټینګار وکړ ، چې د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون اختلافي کړنو ته رسیده ګي کوي؛ مونږ باید په جدې ډول د تقلبي رایو د تصفیې او شفافیت اصل په پام کې ونیسو.

همدغه راز د هېواد اجراییه رییس د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک څخه د مخه د کړکیچ د کمیدو او د پریکړه لیک د لاسلیک وروسته د ټول شموله او بین الافغاني مذاکراتو د پیل کیدو غوښتنه وکړه.

له بله پلوه سناتور ګراهام څرګنده کړه «هیله مند دی چې د ټاکنو پایلې رڼې او د منلو وړ اعلان شي.»

نوموړي زیاته کړه، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو او د ترهګرۍ د ګواښونو دفع کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

ګراهام هیله وښوده چې بین الافغاني مذاکرات به د کړکیچونو په کمښت او امریکا او طالبانو سره د هوکړه لیک په لاسلیکولو سره پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو تر مینځ د مذاکراتو تازه پړاو د څو ورځو بندیدو وروسته لا تر اوسه هم پیل شوی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *