ننګرهار کې چاودنې د ملي اردو دوه سرتیري ټپیان کړي

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ملي اردو په رینجر موټر چاودنه شوې او بل لورته  جلال اباد ښار کې د طالبانو يو غړ، چې له خلکو يې پیسې غوښتلې نيول شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل د ننګرهار ولایت خوږیاڼیو ولسوالۍ د «میملې»سیمې مربوتاطو کې د ملي اردو په رینجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې،  چې په پایله کې یې د ملي اردو دوه سرتیري ټپیان شوي.

د نوموړي په خبره د ټپیانو روغتیایې وضعیت د ډاډ وړ دی.

همدا رنګه خوږیاڼی وایې،  د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار درېيمه ناحيه کې د ملي امنيت منسوبينو د وسله والو طالبانو غړی«صدرالدين» د پنځوس زره کلدارو سره لاس په لاس نيولې،  چې خلکو ته يې ګواښونه کول او ورڅخه يې د نغدو پیسو غوښتنه کوله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *