امریکایي رسنیو اعلان کړی چې ډېر ژر به د افغانستان څخه ددغه هېواد د فوځي ځواکونو د یوې برخې د وتلو بهېر پیل شي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوي ده چې د افغانستان څخه د امریکایي فوځیانو د وتلو تازه مرحله کې به شاوخوا څلور زره سرتیري هېواد پریږدي.
د امریکا د نظامي چارواکو پر وینا،ددې شمېر سرتیرو په وتلو سره به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر د ۸ زرو څخه تر ۹ زرو پورې ورسیږي.
«سي ان ان» خبرې شبکې په یوه راپور کې راوړي دي چې د امریکایي ځواکونو د شمېر په کمیدو سره به په افغانستان کې د امریکا د عملیاتو زیاته برخه د ترهګرۍ سره پر مبارزې متمرکز وي.
له دې وړاندې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د اګست په میاشت کې اعلان کړی و چې په لمړۍ مرحله کې به په افغانستان کې د خپلو فوځي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ سرتیرو ته ورسوي.
دمګړۍ؛ امریکا په افغانستان کې د ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۳۰۰۰ پورې فوځي ځواکونه لري.
په داسې حال کې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د یوې برخې د وتلو اعلان کیږي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو تر مینځ مذاکرات یو ځل بیا ودرول شوي دي.