د بغداد پر هوایي ډګر راکټي برید

خبرې سرچینې د عراق د پلازمینې بغداد ښار د پلازمینې د نړیوال هوایي ډګر سره نږدې د دوه راکټونو د لګیدو خبر ورکوي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د عراق الاخباریه خبرې اژانس راپور ورکړی دی چې نن سهار (لیندۍ۲۱) د بغداد د هوایي ډګر  امنیتي کمربند ته نږدې دوه راکټونه لګیدلي دي.

لا تر اوسه هیڅ خبرې او دولتي سرچینې ددې راکټي برید د احتمالي زیانونو په اړه راپور وړاندی کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په سهار هم د بغداد د نړیوال هوایي ډګر په اطرافو کې د امریکایي ځواکونو هډې ته نږدې دوه راکټونه لګیدلي وو چې پینځه تنه پکې ټپیان شوي وو.

Author

خروج از نسخه موبایل