د ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه د عبدالله غبرګون
د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزې ډلې رئیس وایي چې د ټاکنیزو ټیمونو غوښتنو د پام کې نه نیولو په صورت کې به د ټاکنو د پایلو د هر ډول اعلان پر وړاندې ودریږې.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تلې د شپږمې ټاکنو لمړنۍ پایلې له دوه میاشتو څخه د زیات وخت په تیریدو سره لا تر اوسه هم د کمیسیون له لورې اعلان شوي نه دي.
د رایو بیا شمېرنه او ددې بهېر سره د ټاکنیزو ډلو مخالفتونه د هغه مواردو له ډلې څخه دي چې کمیسیون یې د پایلو د اعلان په ځنډ کې ښکیل بولي.
مګر ځینې په دې وروستیو ورځو کې د لمړنیو پایلو د اعلانیدو خبره کوي.
په ورته وخت کې د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزې ډلې رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د کمیسیون ددې اقدام پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی دی.
نوموړی وایي «په هغه صورت کې چې د ټاکنو کمیسیون د ټاکنیزو ټیمونو غوښتنو ته د رسیده ګۍ پرته ابتدایي پایلې اعلان کړي؛ د کمیسیون دغه اقدام به ورته د منلو وړ نه وي او پر وړاندې به یې بې تفاوته پاتي نه شي.»
باید وکتل شي چې څه وخت به کمیسیون د خلکو سرګردانې او د حکومت بې سرپرستې پاې ته رسوي او څه وخت به د نږدې دوه میلیونه ګډون کوونکو د ټاکنو ابتدایي پایلې اعلانوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ پلویانو د هېواد په ډیری ولایتونو کې لاریونونه ترسره کړي او د بایومیتریک پرته د ۳۰۰ زره رایو د باطلیدو غوښتنه یې کړي ده.