په حیرتانو کې د ملې اردو له لورې د هټیوالو وهل؛ خو چارواکي یې ردوي

سره له دې چې د حیرتان سرحدي ښارګوټي هټیوالو دعوه کړې چې دوې د ملې اردو د سرتیرو له لورې وهل ټکول شوي دي؛ مګر سیمه ایز چارواکي دغه ادعا په بشپړ ډول ردوي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تیرو دوه ورځو په جریان کې په ټولنیزو پاڼو کې ځینې انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوي وي چې د بلخ ولایت د حیرتان ښارګوټي هټیوالو پکې دعوه کړي وه چې د ملې اردو سرتیرو دوې وهلي دي.

دغه هټیوال وایي چې کله یې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له لورې د خپلو دوکانونو د نړیدو مخه ونیوله،د هغویو له لورې وهل ټکل شوي دي.

همدارنګه ځینې دوکانداران وایي چې د ملې اردو سرتیرو هڅه کوله چې په هوایي ډزو سره ،دوې خواره کړې؛ مګر هټیوال یې پر وړاندې ودریدل.

مګر د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي چې د ملې اردو هیڅ یوه سرتیري هم په هټیوالو تعرض نه دی کړی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د عامه چارو مرستیال،خدای نظر پامیري نن( لیندۍ ۱۸) خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې د ملې اردو ځواکونه د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره دي ،نه ددې لپاره چې دوې لت وکوب کړي.

د نوموړي پر وینا، په حیرتان ښارګوټي کې چې هټیوالو کومه ځمکه کې کورونه جوړ کړي دي د ملې دفاع وزارت پورې اړوند دي.

هغه په ټینګار سره ویلي دي چې د ځمکې په بیرته نیول کیدو کې،د ملې اردو سرتیرو خلک وهلي ټکولي نه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *