د «محمد» نوم په امریکا کې یو له مشهورو نارینه نومونو څخه دی

د امریکا ډېرې وګړو د خپلو زامنو لپاره د نورو نومونو تر څنګ د «محمد» نوم د خپلې خوښې د نوم په توګه انتخاب کړی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د «محمد» نوم په امریکا کې د لمړي ځل لپاره د لسو مشهورو نومونو په مینځ کې راغلی دی.

د «Baby Center» سایټ په راپور کې راغلي دي چې په ۲۰۱۹ کال کې ډېرې کورنیو پر خپلو زامنو د محمد نوم ايښې دی.

دغه سایټ چې هر کال په امریکا کې مشهور نارینه او ښځینه نومونه خپروي؛  راوړي دي چې همدارنګه «عالیه» په امریکا کې د انجونو لپاره له مشهورو نومونو څخه دی.

ددې راپور له مخې،د هلکانو لپاره،جکسن،نوح،ایډن او ګارسیون هم د  مشهورو لسو نومونو په فهرست کې ځای لري او همدارنګه اولیویا،ایما،ایفا او اریا د انجونو لپاره د نورو مشهورو نومونو په توګه د خوښي نومونه دي.

د یادونې وړ ده چې اوس هم «سوفیا» د انجونو لپاره له پیژندل شویو نومونو څخه دی او همدارنګه «لیام» د هلکانو د مشهورو نومونو په فهرست په سر کې ځای لري.

د محمد نوم د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د مشهورو نومونو څخه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *