ننګرهار کې پنځه طالب وسله وال وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت خوږياڼو  ولسوالۍ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار ولايت خوږیاڼو ولسوالۍ  « بازه خېلو» سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د وسله والو مخالفينو ځپلو په موخه عمليات تر سره کړي، چې د مقاومت په ترڅ کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، همدا راز پنځه تنه وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور نيول شوي، چې تر څېړنو وروسته به د قانون له مخې ور سره چلند تر سره شي.

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، له وژل شويو وسله والو طالبانو څخه پنځه ميله کلاشنکوفونه، يو ميل تومانچه، درې پايې ايکم مخابرې، پنځه پرتلې سره د شاژورونو او د ملي اردو يونيفورم  هم ترلاسه شوي دي.

د خبرپاڼې پربنسټ د يادو عملياتو پر مهال ولسي خلکو او ځانګړې قطعې ته کوم زيان ندی اوښتی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *