د ناټو پر یوه غړي برید، پر ټولو برید دی

د شمالي اتلانتیک(ناټو) تړون سازمان رهبرانو او مشرانو د خپلې تازه ناستې په پای کې تصویب کړه چې ددې تړون پر یوه غړي برید په ټولو غړیو د برید په معنی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د ناټو د مشرانو د تیرې شپې ناسته ددې تړون د اویاومې کلیزې په مناسبت په لندن ښار کې ترسره شوه.

د دې ناستې په پاې کې بیانیه صادره شوه چې پکې د ناټو پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار شوی او پکې ددې تړون پر یوه غړي برید پر ټولو غړیو د برید په معنی یاد شوی دی.

که څه هم د ناټو مشرانو په ځینې مواردو کې ژور اختلافات درلودل؛مګر د دې سازمان د دوام او تل پاتي کېدو لپاره «یووالی او وحدت» اصل ګڼل شوی او ژمنه شوي چې په ګډه به د اختلافاتو د حل ،جګړې او سولې د ساتنې لپاره اقدام کوي.

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان ګډې بیانیې د غړیو هېوادونو د دفاع مشترکه  پایه بللي او هغه یې د سولې او امنیت په برخه کې د مشورې او پریکړې کولو لپاره اساسي بڼه ګڼلي ده.

په ورته وخت کې د «روسیې »یرغلیز بریدونه،د اروپا او اتلانتیک سیمې د امنیت لپاره اوسنی ګواښ یاد شوی او په مختلفو ډولونو «ترهګرې» هم یو بل ګواښ شمېرل کیږي.

د ناټو غړیو هېوادونو د لمړي ځل لپاره  د چين سره هم د«فرصتونو او ستونزو» مناسبات کړي او په نړیوالو مخابراتي شبکو باندې د دغه هېواد د پراخه کنټرول په اړه یې خواشینې ښودلې ده.

د ناټو مشرانو ددې سازمان له عمومي مشر څخه وغوښتل چې ددې تړون په ځانګړي ډول د نورو غړیو د ژمنې په برخه کې د سیاسې بُعد د پیاوړتیا د مشورې لپاره په کار راځي.

له بله پلوه، د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان  کُرد مدافع ځواکونو ته په اشارې سره اعلان وکړ،که چیرې ددې سازمان نور غړي هېوادونه ترکیه ترهګره وبلي،په همدې توګه به پوهه نه شئ ،انقره به هم د «بالتیک او لهستان هېوادونو د دفاع په اړه» د ناټو له طرحې سره مخالفت وکړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *