د استیضاح د تحقیقاتو په جلسه کې ګډون کولو څخه د ټرمپ ډډه
د امریکا جمهور رییس د کانګرس د استازو په مجلس کې د نوموړي د استیضاح کولو په اړه د تحقیقاتو په جلسه کې ګډون نه کوي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ باید د چهارشنبې په ورځ د استازو د مجلس په ناسته کې ګډون درلودلې او د استازو سوالونو ته یې ځوابونه ورکړې وای.
سپینه ماڼۍ وایي چې ټرمپ او د نوموړي وکیلانو د کانګرس د استازو مجلس د استیضاح د تحقیقاتو په جلسه کې ګډون نه دی کړی.
د استازو مجلس قضایي کمیټې ته د سپینې ماڼۍ په لیک کې راغلي دي چې دا ناسته منصفانه نه ده.
د سرچینې څخه په نقل،ټرمپ به یوازي په یو جلا ناسته کې چې لا تر اوسه یې نیټه هم معلومه نه ده ځواب ورکړي.
د سپینې ماڼۍ په لیک کې چې پولیتیکو نشریې خپور کړی ،د استازو د مجلس کميټه پکې په بشپړ ډول د قضایي منصفانه فرایند په کموالي تورنه شوي ده.