ننګرهار کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت شیرزادو ولسوالۍ کې  د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ په  «شنډي توت» سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی یو شمیر وسلې او مهمات لمنځه تللي،همدا راز د یادې ولسوالۍ په  «ډنډو میله» سیمه کې ۲ سیمه ییز قوماندانان «ذاکرالله »چې مشهور په مطمئن او «موسی »چې مشهور په قدرت الله دی، سخت ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې همدا راز راغلي د اچین ولسوالۍ په «باندر درې» سیمه کې ۷ تنه هغه داعشیان چې لا هم نه وو، تسلیم شوي،د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي.

سرچینه زیاتوي بل خوا،  د ملي اردو کمانډو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په «اغزو »سیمه کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یو شکمن کس،۲ میله سپکې وسلې،۱۱ کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې او ۳ سوه کیلو ګرامه نشه یې توکې تر لاسه کړي دي .

خبرپاڼه کې همدا راز  ویل شوي، د اچین ولسوالۍ باندر او تختو سیمه په بشپړ ډول د داعشیانو څخه د پاکولو وروسته په یادو سیمو کې عملیات پای ته ورسیدل چې د عملیاتو پر مهال ۶ داعشیان وژل شوي وو،اته ژوندي نیول شوي،۱۱ میله سپکې وسلې،درې عرادې سوزکۍ موټرې،درې عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه مهمات تر لاسه شوي دي.

طالب او داعش وسله والو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *