د لندن په مرکز کې په ترهګریز برید کې؛ دوه کسان ووژل شول

د انګلستان په پلازمینه لندن ښار کې د یوه برید ګر کس په برید کې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه پیښه وړمه شپه د لندن ښار په مرکز کې د «لندن بریچ» ریل (قطار) په تم ځای کې رامنځته شوي ده.

د لندن پولیس وایي چې په دغه برید کې چې د چاقو په وسیله ترسره شوی دوه انګلستاني وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو پر وینا،بریدګر کس د تقلبي چاودیدونکو توکو یو واسکټ پر تن درلود او پر خلکو یې برید کړی دی.

د انګلستان امنیتي سرچینو دغه یو ترهګریز برید بللی دی.

بریدګر کس د پولیسو له لورې وژل شوی دی.

د لندن پولیس وایي چې د «عثمان خان» په نامه ددې مرګونې برید عامل په ۲۰۱۲ کال کې د ترهګریزو فعالیتونو په جرم زندان ته تللی او د ۲۰۱۸ کال په په ډسمبر کې ازاد شوی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *