ننګرهار کې ۳۱ داعش وسله وال له کورنیو سره تسیلم شوي

دغه ۳۱ داعش وسله وال د ۶۲ مېرمنو او ماشومانو سره د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.

د ننګرهار مطبوعاتي د فتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د  ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د تېرو څلرويشتو ساعتونو په ترڅ کې افغان امنيتي ځواکونو ته ۳۱ داعش وسله وال د ۶۲ مېرمنو او ماشومانو سره يو ځای تسليم شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي يادو داعش وسله والو يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم امنيتي ځواکونو ته تسليم کړي دي.

سرچینه همدا راز وایې، د شينوارو او بټي کوټ ولسواليو په مربوطاتو کې امنيتي منسوبينو درې کړۍ ماينونه، چې د وسله والو طالبانو له لوری په عامه لارو کې ځای پر ځای شوي و کشف او لمنځه وړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *