د افغانستان د سلګونه تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی وشو

د کابل په هوایي ډګر کې د سلګونه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوي او دغه پخواني اثار ملې موزیم ته لیږدول شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې‍،د مالیې وزارت د ګمرکاتو معینیت وایي چې دغه مهم قدیمي اثار د قاچاق وړونکو له لوري نورو هېوادونو ته لیږدول کیدل.

د مالیې وزارت د ګمرکاتو معین ولید تمیم د نن ورځې ( لیندۍ ۷) په خبرې ناسته کې وویل چې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې تازه د ۵۰۰ تاریخي او پخوانیو اثارو د قاچاق مخه نیول شوي ده.

د نوموړي پر وینا،په دې اثارو کې ګڼې سکې،ګوتې او د لرګي مجسمې شاملې وي.

په ورته وخت کې د ملې موزیم رییس فهیم رحیمي وویل چې ۱۹ نور قدیمي اثار د ملې امنیت د مامورینو له لورې ضبط شوي او دې موزیم ته لیږدول شوي دي.

د مالوماتو له مخې ،د لاسته راغلیو دې اثارو په مینځ کې په خوبولي حالت کې د بودا یوه مجسمه هم شتون لري چې د بودایانو د دورې اړوند ده،او په هانګ کانګ ښار کې د یوه چینایي لرغون پیژندونکي له لورې د ملې موزیم مسوولینو ته تحویل شوي وه.

دغه اثر په ۱۹۹۳ میلادي کال کې چې کورنۍ جګړې اوج ته رسیدلې وي له ملې موزیم څخه ویستل شوی و.

په همدغه حال کې‍، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څرګنده کړه چې اوس هم د هېواد یوه اندازه تاریخي اثار په امریکا،جاپان،سویس او چین کې موجود دي چې تمه کیږي دغه اثار هم ملې موزیم ته انتقال شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *