په تهران کې د ملا برادر او ظریف لیدنه

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال د پیچینګ له ناستې وړاندې تهران ته سفر کړی او ددغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره یې لیدلي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ملابرادر اخند  تیره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته تللی او د جواد ظریف سره یې لیدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر اکونټ لیکلي دي چې په دې سفر کې د افغانستان د سولې پروسې په اړه بحثونه ترسره شوي دي.

د نوموړي پر وینا،د سولې د موضوع څخه علاوه په ایران کې د افغانستان د مهاجرینو ستونزې هم څیړل شوي او ایراني چارواکو د هغويو د ستونزو د هواریدو ژمنه کړي ده.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې ټاکل شوي ده په نږدې راتلونکي  کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو په حضور کې د پیچینیګ ناسته ترسره شي او همدارنګه د سولې د خبرو اترو د پیاوړې کیدو لپاره د افغانستان امریکایي پوهنتون د دوه بهرنیو استادانو سره د انس حقاني په ګډون د طالبانو  درې بندیان هم خوشي شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *