په افغانستان کې د ناورین په اړه د کرزي جدې خبرداری

د هېواد پخوانی جمهور رییس په دې باور دی، چې افغانستان د ګڼو ناورینونو سره لاس او ګریوان دی او جدې اړتیا حس کیږي چې د حکومتوالۍ په پروسه باندې بیا کتنه وشي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،حامد کرزي په کابل کې د نن ورځې(لیندۍ ۴) په ناسته کې څرګنده کړه چې جمهور رییس غني باید په جدي ډول د هېواد وضعیت ته بیا کتنه وکړي.

نوموړي له ولسمشر  غني څخه وغوښتل نه دې پریږدې ترڅو هېواد له دې څخه زیات خراب شي؛«اوس مهال په کورني بحران کې قرار لرو،باید له دې وړاندې بحران ته داخل نه شو ».

کرزي ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې سره زیاته کړه چې ، د ټاکنو پایلې باید  د ټاکنو له ترسره کیدو یوه ورځ وروسته اعلان شوې  وای او نه اعلانیدل یې دا ښيي چې افغانستان یو ازاد او خپلواک هېواد نه دی.

پخواني جمهور رییس روښانه کړه، چې امنیتي ځواکونه باید بې طرفه او د ملي ګټو په خدمت کې و اوسي؛  نه دا چې د یوه کس  د شخصي او سیاسي موخو لپاره ترې کار واخیستل شي.

همدارنګه نوموړي سولې ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې د جمهور رییس غني تر مخالفت وروسته یې د پیچینګ په ناسته کې له ګډون کولو څخه ډډه کړي ده.

د کرزي په باور ،سوله د افغانستان لپاره یو حیاتي کړنه ده او هڅه به وکړي ترڅو هر څومره ژر چې کیږي دا پروسه مطلوبي پایلې ته ورسیږي.

پخواني جمهور رییس وویل:«د افغانستان خلک سوله غواړي؛  مګر د ۱۸ کالو لاسته راوړنو(اسلامي جمهوریت،بیان ازادي او د رایي حق) د له منځه تللو په بیې سره نه» .

نوموړي زیاته کړه: «له هغه هڅو څخه چې په چین کې یې صورت ونیو،قدرداني کوم،تمه لرم هرڅومره ژر چې کیږي دا ناسته ترسره شي،هیله مند یم چې ښځې او نارینه په دې ناسته کې ګډون ولري.»

حکومت په لومړي سر کې وویل چې دا ناسته باید د هېواد په کچه وي ،وروسته ما خپل نوم له لیست څخه وویست،بیا ولیدل شول چې یو شمېر نورې څیرې هم نشته،اعتراض مې وکړ او ومې ویل چې د سیاسي څیرو شتون اړین دی.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي ټاکل شوي ده چې چین په پیچینګ ښار کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د ناستې کوربه توب وکړي.

له بله پلوه حکومت هم تمه لري،  چې د انس حقاني او حقاني شبکې د دوه نورو غړیو په ازادیدو سره به د هغويو په غوښتنه د خبرو اترو بهېر پر مخ ځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *