د المار لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې ددغه ولسوالۍ لپاره د طالبانو نام نهاده ولسوال د خپلو درې نورو کسانو سره ووژل شو.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه هوایي عملیات تیره شپه د المار ولسوالۍ د«خواجه بهار» په کلې کې د طالبانو پر یوه ثابته قرارګاه باندې ترسره شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نن ورځې( لیندۍ ۴)په خبرپاڼه کې راغلي دي چې«د هوایي ځواکونو د برید په پایله کې د طالبانو نام نهاده ولسوال مولوي عبدالغفار د ۳ نورو کسانو سره یوځای وژل شوی دی.»

د خبرپاڼې څخه په نقل ،په دې عملیاتو کې ۷ تنه وسله وال طالبان ټپیان شوي،د طالبانو قرارګاه،۶ عرادې موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او تجهیزات په بشپړ ډول له مینځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *