په خوست کې د اته کړۍ ماینونو د چاودنو مخه ونیول شوه
د خوست ولایت په «موسی خیلو» ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د سړک د غاړې اته ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې د «موسی خیلو» په ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي ځواکونو عملیات د څو ورځو راهیسې پیل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نن ورځې (لیندۍ ۳) په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې د وسله والو طالبانو له لورې اته کړۍ ځای پرځای شوي ماینونه د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او شنډ شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې ددې ماینونو په کشفیدو سره د موسی خیلو ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د اته خونړیو چاودنو مخه نیول شوي ده.
په خپرو شویو انځورونو کې په «اردو»ژبه لیکنو کې لیدل کیږي چې ممکن دغه ماینونه له پاکستان څخه رالیږدول شوي وي.