په کاپیسا کې چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د کاپیسا ولایت په «اله سای» ولسوالۍ کې د سړک غاړې ځای پرځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه پیښه تیر ماذیګر د اله سای ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوي ده.
د کاپیسا د پولیسو ویاند شایق شورش وایي چې ددې چاودنې په پایله کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي پر وینا،ددې پیښې د ټپیانو په مینځ کې پینځه تنه ملکي وګړي او دوه تنه امنیتي سرتیري شامل دي.
که څه هم شورش د ددې ماین ایښودنې نسبت طالبانو ته کوي؛ مګر طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.