په کاپیسا کې چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کاپیسا ولایت په «اله سای» ولسوالۍ کې د سړک غاړې ځای پرځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه پیښه تیر ماذیګر د اله سای ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوي ده.

د کاپیسا د پولیسو ویاند شایق شورش وایي چې ددې چاودنې په پایله کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي پر وینا،ددې پیښې د ټپیانو په مینځ کې پینځه تنه ملکي وګړي او دوه تنه امنیتي سرتیري شامل دي.

که څه هم شورش  د ددې ماین ایښودنې نسبت طالبانو ته کوي؛ مګر طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *