ننګرهار کې د دوه کورنیو ترمنځ په نښته کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې د کورني تاوتریخوالي له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند « بډا کڅ  »په سیمه کې نن د لړم په ( ۳۰)  نیټه  سهار شپږ بجې د  «انور »او

«ورېښمین »کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله شخړه شوې چې امله یې دواړو لورو څخه ۹ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي .

خوږیاڼی زیاتوي، په وژل شویو کې پنخه تنه د انور او څلور نور د ورېښمین کورنیو پورې تړاو لري .

د والي ویاند وایې، په وژل شو او ټپیانو کې د ځوانانو ترڅنګ سپین ږیري هم شامل دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *