په لوګر کې د امریکا د یوې پوځي هلیکوپټرې سقوط کېدل

د لوګر ولایت په چرخ ولسوالۍ کې د امریکا یو پوځي «شینوک» هلیکوپټر رانسکور شوی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو منلي ده چې دغه پیښه وړمه شپه د چرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوي ده.

د دې ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امریکا د پوځي هلیکوپټر په سقوط کې ددغه هېواد دوه پوځيان وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه وایي چې د لمړنیو څیړنو څخه مالومیږي چې دا هلیکوپټر د «دښمن» د ډزو په پایله کې سقوط شوي نه ده؛  مګر وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې«د لوګر ولایت د چرخ ولسوالۍ د پنګرام په سیمه کې د الفتح علمیاتو په تُند بهېر کې تیره شپه یوه بجه امریکایي اشغالګرو غوښتل چې د مجاهدینو پر یوه مرکز چاپه ووهي دوې پرې متقابل برید کړی دی.»

د خبرپاڼې څخه په نقل دغه شینوک هلیکوپټر چې امریکایي او کورنیو ځواکونو ډک وو سقوط شوی او په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

وسله والو طالبانو ویلي دي چې په دې پیښه کې ۵۴ تنه امریکایي او بهرني سرتیري وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *