په تخار کې یوه ځوان پر تیشه باندې خپله مور وژلي ده

د تخار سیمه ایز چارواکي وایي چې یوه ځوان هلک په تیشه باندې خپله مور وژلي او د خپلې خور لاس یې پرې کړی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه تیر مازیګر د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې رامنځته شوي ده.

د تخار د والي ویاند جواد هجري وایي چې په دې پیښه کې یوه ځوان هلک په تیشه باندې چې په لاس کې یې وه لمړی  خپله مور وژلي او بیا وروسته یې د خپلې خور لاس پرې کړی دی.

د نوموړي پر وینا،تورن شخص له سیمې تښتیدلی او د پولیسو څیړنې پیل شوي دي.

هجري زیاته کړه چې تورن شخص یوه اندازه «بې بندوباره» وو او لا تر اوسه ددې پیښې اصلې لامل مالوم شوی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *