په تخار کې یوه ځوان پر تیشه باندې خپله مور وژلي ده
د تخار سیمه ایز چارواکي وایي چې یوه ځوان هلک په تیشه باندې خپله مور وژلي او د خپلې خور لاس یې پرې کړی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه تیر مازیګر د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې رامنځته شوي ده.
د تخار د والي ویاند جواد هجري وایي چې په دې پیښه کې یوه ځوان هلک په تیشه باندې چې په لاس کې یې وه لمړی خپله مور وژلي او بیا وروسته یې د خپلې خور لاس پرې کړی دی.
د نوموړي پر وینا،تورن شخص له سیمې تښتیدلی او د پولیسو څیړنې پیل شوي دي.
هجري زیاته کړه چې تورن شخص یوه اندازه «بې بندوباره» وو او لا تر اوسه ددې پیښې اصلې لامل مالوم شوی نه دی.