افغانستان د اسیا د اتلې لوبډلې کوربه

د هېواد د فوټبال ملې لوبډله د اسیا د۲۰۲۳ ملتونو جام او ۲۰۲۲ نړیوال جام مقدماتي سیالیو په پړاوونو کې په پینځمه سیالۍ کې د قطر د ملې لوبډلې کوربه ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د ورزشي برخې د راپور له مخې دغه سیالۍ به نن ماښام (لړم ۲۸په ۶:۳۰ دقیقو) د تاجیکستان د پلازمینې دوشنبې ښار په مرکزي لوبغالي کې ترسره شي.

د هېواد ملې لوبډلې هند سره د سیالۍ له مساوي کیدو وروسته څلور ورځې تمرین ترسره کړی دی او تیره شپه یې د لوبډلې د مشر روزونکي انوش دستګیر تر څارنې لاندې خپل وروستی تمرین ترسره کړ.

دستګیر له سیالۍ وړاندې په کنفرانس کې اعلان وکړ چې افغانستان به په دې سیالۍ کې دفاعي لوبه نه کوي او د نورو سیالیو سیستم ته ورته به د قطر پر وړاندې لوبیږي.

له دې مخکې د هېواد ملې لوبډلې د بنګله دیش پر وړاندې یوه بریا او هند پر وړاندې سیالۍ مساوي کړي وه او د قطر او عمان پر وړاندې یې دوې سیالۍ بایلودي وې.

اوس مهال د افغانستان ملې لوبډبه په څلورو امتیازونو سره د اسیا د پینځمې ډلې په دریم ګروپ کې د هند او بنګله دیش څخه مخکې ځای لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *