د کابل پیښه، ځانمرنګی نه وو، لاسي بم وو چې ۵  تنه یې ټپیان کړي

د کورنیو چارو وزارت وایې، چې په نولسمه حوزه کې چاودنه ځانمرګی نه،  بلکې دوه لاسي بمونونه غورځول شوي، چې په پایله کې د یوه ملکي وګړي په ګډون ۵ تنه ټپیان شوي.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، نن د لړم په ( ۲۷)  نیټه سهار مهال ۷:۳۰ بجې د کابل پلچرخي کې د ملي اردو د روزنې مرکز ته نږدې  چاودنه رامنځ ته شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، له پیښې څو شیبې ورورسته وویلي و، ځان وژونکي له خپل ځان سره چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، مګر له نږدې  دوه ساعته ورورسته یې دغه موضوع اصلاح کړه.

نوموړي ویلي « نن سهار مهال ۷:۳۰ بجې دکابل ښار نولسمې حوزې اړوند د  ـ KTMC  ـ کمپ سره نږدې د دوه لاسي بمونو د غورځیدو له امله د ملي اردو د پرسونل  ۴ تنه او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي »

تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *