د «اماراتو» د کراټې د برونزو مډال د لطیفې حیدري په غاړه

د هېواد د کراټې ښځینه ملې لوبغاړې په متحده عربي اماراتو کې د ګرنډ پرانس په سیالیو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې د برونزو مډال ترلاسه کړ.

د خاورمیانه خبرې اژانس د ورزشي برخې د خبر له مخې،د متحده عربي اماراتو د ګرنډ پرانس سیالۍ د نړۍ د ۳۲ هېوادونو څخه د ۹۷۳ د کراټۍ د لوبغاړو په شتون کې د ترسره کیدو په حال کې دي.

د دې سیالیو په دوام کې،وړمه شپه د هېواد د کراټې د ۵۰ ـ کیلو ګرامه وزن درلودونکې ښځینه ملې لوبغاړې لطیفې حیدرې د برونزو مډال په غاړه کې راځوړند کړ او د هېواد د ملې سرود انګازه یې خپره کړه.

لطیفه حیدري د اماراتي کارټه کای (یا رپه شارژ)لوبغاړو پر وړاندې لوبه ترسره کړه او بریالۍ شوه چې خپلو هندوستاني او لبناني سیالانو ته ماتي ورکړي او د برونزو مډال افغانستان ته راوړي.

د هېواد د کراټې کاروان له دې وړاندې د نقرې یو مډال هم ترلاسته کړی و.

عبیدالله په ۵۵ کیلو ګرامه وزن کې توانیدلی وو، چې د نقرې مډال ترلاسه کړي.

د هېواد د کراټې دوه نورو لوبغاړو ناهید امینې او سمیع الله عثماني په دغه سیالیو کې په ماتې قبلولو سره خپل کار پای ته رسولی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل