د میوند ولسوالۍ یو شمېر کلي تصفیه شول

امنیتي او او دفاعي ځواکونه وتوانیدل،ترڅو په یو لړ هدفي عملیاتو کې د کندهار د میوند ولسوالۍ یو شمېر کلي تصفیه کړي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه عملیات د څو ورځو راهیسې د میوند ولسوالۍ په ځینو برخو کې په لاره اچول شوي او نن سهار (لړم ۲۶مه) یو شمېر کلي د دولت د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاک شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د عملیاتو په جریان کې د شلغمي،قلعه شاه میر او رنګ ریزانو کلي د وسله والو مخالفینو څخه پاک شوي او په مندوزي کلې کې  د دوې څو ارتباطي کانالونه تخریب شوي دي.

د خبرپاڼې څخه په نقل،په دې عملیاتو کې ۵ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې په میوند ولسوالۍ کې په یو لړ نورو جلا عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو مهم غړی نیول شوی ، د هغويو څو پټن ځایونه تخریب شوي او لسګونه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظرونه څرګند کړي نه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *