ننګرهار کې ۷۱ داعشیان له میرمنو اوماشومانو سره تسلیم شوي

د ننګرهار چارواکي وایې؛  د دې ولایت اچين ولسوالۍ  کې ۷۱ داعش وسله وال ۱۷۰ ميرمنو او ماشومانو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په یړې خبرپاڼه کې ویلي، د  ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مامندرې سيمه کې د تېرو دريو ورځو په ترڅ کې ۷۱ داعش وسله وال د ۶۳ مېرمنو او ۱۰۷ ماشومانو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د معلوماتو له مخې يادو داعش وسله والو دوی ته خپلې اوه شپيته ميله سپکې وسلې، دوه مخابرې، يو کړۍ لاسي بم، ديارلس پرتلې  او درې عرادې موټر سايکلونه هم سپارلي دي.

د يو بل خبر له مخې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ انګور کلا سيمه کې هم دوه داعش وسله وال د خپلو دوه ميله وسلو سره امنيتي منسوبينو ته تسليم شوي دي.

امنيتي مسئولين وايي، چې په اچين ولسوالۍ کې تر ټولو سخت پوځي عمليات دوام لري، ټولې لارې يې پر داعش وسله والو تړل دي او اړ دي، چې تسليم شي.

داعش وسله والې ډلې په دې تړاو تراوسه  رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *