ممکن د امریکایي پوهنتون تښتول شوي استادان مړه شوي وي؟

د ولسي جرګې ريیس وایي چې امکان لري د امریکایي پوهنتون د دوه بهرنیو استادانو د مړینې له امله د دريو طالبانو سره د دوې تبادله صورت ونه نیسي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې میررحمان رحماني د ولسي جرګې د نن ورځې(لړم ۲۵)په عمومي غونډه کې څرګنده کړه چې طالبان د سولې او جګړې  صلاحیت نه لري.

نوموړي باګرام زندان ته د انس حقاني او دوه نورو خطرناکو ترهګرو بیرته ستنیدو ته په اشارې وویل چې امکان لري د امریکایي پوهنتون دوه بهرني استادانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

همدغه راز رحماني څرګنده کړه چې باګرام زندان ته د انس حقاني،مالي خان او عبدالرشید بیرته ستنیدنه او نه تبادله کیدل یې دا جوتوي چې طالبان «د سولې او جګړې په اړه واک نه لري».

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غني د ( لړم ۲۱،سې شنبه) د افغانستان ـ امریکایي پوهنتون د دوه بهرنیو استادانو د خوشي کېدو په بدل کې د بګرام زندان څخه د طالبانو د دریو تنو لویو زندانیانو د ازادیدو حکم صادر کړی وو.

مګر د طالبانو ویاند؛ ذبیح الله مجاهد د لړم د میاشتې په ۲۴مه څرګنده کړه چې ټاکل شوي وه چې دغه زندانیان د دوه امریکایي او اسټرالیوي استادانو سره تبادله شي؛ مګر د تبادلې لپاره ټاکل شوي ځای ته رانه وړل شول.

۶۰ کلن «کیون کینګ» او ۴۸ کلن«تیموتي ویکس» د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې له کابل څخه تښتول شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *