کونړ کې د سیمه ایزو پولیسو په ګډون ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کونړ چارواکي وایې د دې ولایت په نرنګ ولسوالی کې د وسله والو مخالفینو او سیمه ایز پولیسو ترمنځ وسله واله نښته شوې.
دخاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم وایې، تیر ماښام د نرنګ ولسوالۍ
« کوټکي »سیمه کې د وسله والو مخالفینو له لوري په سیمه ییزو پولیسو او ولسي خلکو ډزې شوي، چې له امله یې یو سیمه ایز پولیس وژل شوی او د یوه سیمه ییز پولیس په ګډون څلورتنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.