په دوشنبه کې برخلیک ټاکونکي سیالۍ

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله د ۲۰۲۳ کال د اسیا د ملتونو جام او ۲۰۲۲ نړیوال جام لپاره  د ډله ایز پړاونو په څلورمه مقدماتي سیالۍ کې په یوه په زړه پورې سیالۍ کې د هند د ملې لوبډلې سره مخ کیږي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د هند د ملې لوبډلې پر وړاندې د هېواد د فوټبال د ملې لوبډلې لوبه نن مازیګر (لړم۲۳) د تاجکیستان د پلازمینې دوشنبې ښار په مرکزي لوبغالي کې ترسره کیږي.

دا سیالۍ وروستي پړاو ته د افغانستان د پورته تګ لپاره له ځانګړې حساسیت څخه برخمنه ده او ملې لوبغاړي به د درې امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره د لوبې ډګر ته ځي.

د هېواد ملې لوبډلې له دې سیالۍ وړاندې له خپلو دریو لوبو د قطر او اردن سره ترسره شوي دوه سیالۍ بایللي او د بنګله دیش پر وړاندې یې یوه بریا خپله کړي ده،چې په درې امتیازونو سره په دریم ځای کې قرار لري.

د هند ملې لوبډلې هم د قطر او بنګله دیش پر وړاندې د دوه سیالیو د مساوي کېدو او د اردن پر وړاندې د سیالۍ په ګټلو سره په دوه امتیازونو په څلورم ځای کې قرار لري.

د هېواد ملې لوبډله به د بریا په صورت کې خپل دريم مقام پیاوړی کړي.

د هېواد د فوټبال ملې لوبډله به له دې سیالۍ وروسته په دوشنبې ښار کې د قطر د ملې لوبډلې کوربتوب هم وکړي.

قطر اوس مهال د ۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د اسیا د پینځمې ډلې د جدول په سر کې ځای لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *