په کابل کې د موټر بم چاودنې اووه تنه ووژل او ۱۰ تنه ټپیان کړل

بشپړ؛ د کابل ښار په پینځلسمه حوزه کې د موټر بم چاودنې د اووه تنه ملکي وګړو ژوند اخیستی او د څلورو بهرنیانو په ګډون ۱۰ تنه یې ټپیان کړي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن سهار (لړم ۲۲)د ۷:۲۵ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار د پینځلسمې حوزې د قسیم سړک په سیمه کې یوه چاودنه رامنځته شوي ده.

د کابل د پولیسو ویاند ،فردوس فرامرز خاور میانه ته وویل چې دغه پیښه د ټونس موټر په وسیله د موټر بم چاودنه وه چې د«ورلډ ګارد» په نوم د یوه بهرني شرکت یو لنډکروزر یې هدف کړ.

نوموړي څرګنده کړه چې په دې پیښه کې ۷ تنو ملکي وګړو ژوند بایللی او د څلورو تنو بهرني اتباعو په ګډون ۱۰تنه ټپیان شوي دي.

فردوس زیاته کړه چې د وژل شویو په مینځ کې د ښوونځي یو زده کوونکی هم شامل دی.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل