د دوه امریکایي استادان سره د افغانستان د خلکو د قاتلینو تبادله

د افغانستان جمهور رییس د افغانستان ـ امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خوشي کولو په بدل کې درې تنه خطرناک ترهګر او د افغانستان د خلکو قاتلین له زندانونو ازاد کړل.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،محمد اشرف غني نن سهار(لړم۲۱) اعلان وکړ چې د افغانستان د نړیوالو شریکانو سره په همکارۍ او مشوره د حقاني ترهګرې شبکې درې غړي له باګرام زندان څخه خوشي کیږي.

غني په خبرې ناسته کې څرګنده کړه چې«د دوه امریکایي استادانو د لټولو لپاره زمونږ ګډو هڅو نتیجه ورنکړه،د هغوې صحت او روغتیا د تښتوونکو له لورې مخ پر خرابیدو وه.»

جمهور رییس روښانه کړه د نړیوالو شریکانو په ځانګړي ډول د امریکا سره په نږدې مشوره یې د طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو د زمینې د برابروالي او سولې او یووالي د لاسته راوړلو لپاره مهمه پریکړه ترسره شوه چې د بګرام درې تنه بندیان د امریکایي پوهنتون د دوه تنو استادانو په بدل کې ازاد شول.

د نوموړي پر وینا، انس حقاني، حافظ رشید او حاجي ملي خان، درې تنه زندانیان دي چې په مشروط ډول له بندیخانو ازادیږي او د افغانستان دولت د خپلو نړیوالو شریکانو سره په یوه میکانیزم موافقه کړي چې د انس حقاني ازادیدل به په افغانستان کې د جګړې د سختوالي او کړکیچ لامل نه ګرځي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ «زمونږ تدابیر دا دي چې دا ستونزمن او د درک وړ پریکړه وکولای شي زمونږ پیاوړتیا نندارې ته وړاندې کړي، زمونږ امنیت تامین کړي او د مخامخ خبرو اترو د پیل لپاره باور رامنځته کړي.»

د افغانستان د ملې امنیت عمومي ریاست؛انس حقاني او حافظ رشید په ۲۰۱۴ کال کې نیولي او امریکایي ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې«حاجي ملي خان ځدران» نیولی و.

په ورته وخت کې باید وویل شي چې ۶۰ کلن «کیون کینګ» او ۴۸ کلن «تیموتي ویکس» د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې په کابل کې اختطاف شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *