د ننګرهار اچین کې د چاڼیزو عملیاتو پیل

د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت  اچين ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د داعش وسله والو ځپلو په موخه عمليات پیل کړي.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت مطبوعاتي د فتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي  د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ « تختو سيمه » کې تېره ورځ ګډو ځواکونو د داعش وسله والو ځپلو په موخه هوايي او ځمکني عمليات پيل کړي.

د معلوماتو له مخې د دې عملياتو په ترڅ کې به له داعش وسله والو څخه ياده سیمه په بشپړ ډول پاکه شي، چې په دې سره به ګڼ شمېر داعش وسله وال تسليميدو ته هم اړ شي.

سرچینه زیاتوي پولیسو په جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې د ډاډمن امنيت رامنځته  کېدو په موخه پلې او موټر داره ګزمې، چيک پواينټونه او بدني تالاشي زياته کړې، چې دا چاره په څلرويشت ساعته ډول تنظيم شوې او دوام به ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *