په لوګر کې د درې قاضیانو د وژلو عاملین ووژل شول
ملې دفاع وزارت وایي چې د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د درې قاضیانو د وژنې عاملین وژل شوي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دا عملیات تیره شپه د هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري د محمد اغه ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.
ملې دفاع وزارت وایي چې په دې هوایي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو پیاوړی قومندان د خپلو درې نورو کسانو سره وژل شوی دی.
د سرچینې پر وینا،د طالبانو وژل شوي قومندان او کسانو یې د پکتیا ولایت د محکمې د درې قاضیانو او یو کارکوونکي په وژنه کې لاس درلود.
د تیرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ( لړم ۱۶) د پکتیا ولایت د محکمې درې تنه قاضیان او یو کار کوونکی د محمد اغه ولسوالۍ په بازار کې له موټره ښکته او په ډزو وژل شوي دي.
که څه هم امنیتي سرچینې وایي چې طالبان د پکتیا ولایت د دریو قاضیانو په وژنه کې لاس لري؛ مګر لا تر اوسه دغه ډلې په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.