ننګرهار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي

د ننګرهار چارواکي وایې جلال اباد ښار کې چاودنې د یوې میرمنې په ګډون درې تنه ټپیان کړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د لړم په ( ۱۵)  نیټه غرمه شاوخوا  ۱۲ بجې بي بي حوا لیسې ته څېرمه په یوه شخصي کرولا موټر  پسې نښلول شوي ماین چاودنه کړې چې په پایله کې یې د یوې میرمنې په ګډون درې تنه ټپیان شوي

خوږیاڼی زیاتوي ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د پیښې علت تراوسه معلوم نه دی او نه هم تراوسه چا د دې پیښې مسولیت په غاړه اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *