د تکواندو ملې لوبډله چین ته ورسیده

د هېواد د تکواندو ملې لوبډله د چین په ازادو سیالیو کې د ګډون لپاره د چین د «ژی ان» ښار ته ورسیده.

د خاور میانه خبرې اژانس د ورزشي برخې د راپور له مخې د چین د تکواندو ازادې سیالۍ د نومبر د میاشتې د اوومې څخه تر نهمې نیټې پورې د نړۍ د مختلفو هېوادونو په شتون ترسره کیږي.

په دې سیالیو کې د هېواد په ملې لوبډله کې شپږ تکواندو کاران شتون لري.

په دې سیالیو کې محسن رضایي او حکمت الله زین په لمړي المپیکي وزن ،فرزاد منصوري او حسین لطفي په دوهم المپیکي وزن کې او همدارنګه زهرا میرزایي او سمیه غلامي د میرمنو په دوه المپیکي وزنونو کې شتون لري.

محمد بشیر تره کی او روح الله نیکپا د لوبډلې لارښودان دي.

ددې سیالیو د سرو زرو مډال په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۰ امتیاز لرونکي  ته ورکول کیږي، دویمو کسانو ته ۶ امتیاز او د برنزو مډال ګټونکی به ۳ امتیازه ترلاسه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *