په هلمند کې د یوې چاودنې مخنیوی وشو

د هلمند پولیسو دیوه ماین په کشفولو سره په نهرسراج ولسوالۍ کې د یوې چاودنې مخنیوی وکړ.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، دغه ماین له لرې کنټرولیده، چې تیر ماښام د پولیسو له خوا کشف شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ماین د وسله والو طالبانو له لورې د نهرسراج ولسوالۍ په بازار کې ځای پر ځای شوی وو.

د کورنیو چارو وزارت وایې دغه ماین  په امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو  د چاودنې له پاره برابر شوی وو، چې د پولیسو له لورې کشف شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *