لغمان کې ترافیکي پیښې درې تنه ټپیان کړي

د لغمان ولایت مسولین وایې د لغمان مرکز اړوند چهار دهي سیمه کې ترافیکي پیښې درې تنه ټپیان کړي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د لړم په ( ۱۱ ) نیټه غرمه  دولس نیمې بجې د مهترلام ــ سرخکانو په لویه لاره چهاردهي سیمه کې د یوې سلنډره ډوله موټر، مارګلا او ریکشې ترمنځ ټکر شوي چې په دغه پېښه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

نوموړی وایې، ددغې ترافیکې پیښې ټول ټپیان روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.

په سیمه کې د ټرافیکو د معلوماتو له مخې یاده پېښه د موټر چلونکو د بې پروایې له امله رامنځته شوې ده.

عیني شاهدان وایې د یوه تپي وضعیت ته د اندیښني وړ دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *