د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د انسان تښتونکو  اوه کسیزه ډله نیول شوې

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په همدې موخه په عملیاتو کې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې  د انسان تښتونکو اوه کسیزه ډله نیولې.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ملي امنیت د نن ورځې دلړم د ( ۱۱)  نیټې د خبرپاڼې په اساس دغه کسان له درې میله کلاشینکوفونو سره نیول شوي  او دوه تنه تښتول شوي د دوې له زندان څخه ازاد کړای شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي تښتول شوي کسان خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د ملي امنیت ریاست د معلوماتو په اساس  د کابل ښار یو تن  صراف « علم زیب » د محمد ناصر زوې تیره اونۍ له خپل موټر چلوونکي سره له کابل څخه د بغلان په لورې روان وو چې د کابل ـ پروان لارې په اوږدو کې د انسان تښتونکو له لورې اختطاف او د کابل قره باغ ولسوالۍ ته وړل شوي وو.

د خبر پاڼې په حواله انسان تښتوونکو د دغه شخص د خوشي کیدو په بدل کې د دوې له کورنۍ څخه  د ۵۰۰ زره امریکایې ډالرو غوښتنه کړې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *