د سعودي د ولیعهد د هالیود له مشهورې لوبغاړې سره د عاطفې اړیکه
د «لیند سی لوهان» پلار د هالیود امریکایې لوبغاړی د خپلې لور او د عربستان د ولیعهد ترمنځ د مینې او عاطفې د اړیکو خبر ورکړی.
دخاورمیانه خبري اژانس د نړیوالۍ برخې د خبر له مخې او د الجزیرې څخه په را اخیستنه «میشل لوهان» د لیندسی پلار د « PageSix » امریکایي مجلې سره په خبرو کې د عربستان له ولیعهد سره ده د خپلې لور پټې اړیکې رد کړې.
مګر نوموړي تاکید کړې چې د لور او بن سلمان ترمنځ یې دوامداره اړیکه شتون لري.
میشل لوهان وویل: چې د لور اړیکې یې له محمد بن سلمان سره دوستانه او احترامانه دي او نوموړې له محمد بن سلمان سره په اړیکه کې د هغو فعالیتونو چې په سیمه کې د پناه غوښتونوکو له پاره یې ترسره کوي لیدنه لرلې ده.
د لیندسی پلار د دې پوښتنې په ځواب کې چې لور یې له داسې چا سره چې د د کورنۍ غړي یې ورته په زندان کې اچولي او د سعودي د یوه منتقد خبریال« جمال خاشقچي » د وژلو د ستور یې صادر کړی وو اړیکه لري په تشویش کې نه دی وویل: تراوسه پورې له دغو ادعاو څخه یوه هم ثابت شوې نه ده.