د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره د وسله والو طالبانو په نښته او برید کې پینځه تنه امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه یې نیولي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،وسله والو طالبانو د تیرې شپې په نیمایي کې په خان اباد ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی او د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شوي دي.
د کندز امنیتي او سیمه ایزې سرچینې وایي چې په دې پیښه کې پینځه تنه امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د طالبانو برید پر شاتنبول شوی دی.
په ورته وخت کې وسله وال طالبان وایي چې اته سرتیري یې اسیران کړي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي دي چې یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم لاسته راوړي دي.
د هېواد د شمال کندز ولایت په وروستیو کلونو کې د زیاتو بې امنیتیو او جګړو شاهد دی او څو ځله یې مرکز د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شوی دی.