ننګرهار کې نامعلومو وسله والو یو تن په ډزو ټپي کړی

د ننګرهار چارواکي وایې جلال اباد ښار کې نامعلومه کسانو یو تن په ډزو ویشتی دی او خپله تښتیدلي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  نن سهار شاو خوا لس نیمې بجې د جلال اباد  ښار څلورمې ناحیې اړوند مالوچو کوڅه کې نامعلومه کسانو یو تن  لاس پلورنکی  په ډزو ویشتی او عاملین یي په تېښته بریالي شوي.

نوموړی وایې ویشتل شوی تن په تپي حال کې د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال شوی.

بل خوا عیني شاهدان وایي ، یو غریبکار کراچیوان چې  په خپل کار بوخت و، مخ پټو وسله والو په ډزو ووېشت او وسله وال په یوې هندې رېکشه کې په تېښته بریالي شول.

د دې پیښې علت لا نه دی څرګند شوی او نه یې هم تراوسه چا مسولیت منلی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *