پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمیدو ټینګار وکړ

د پاکستان لمړي وزیر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د رالیږل شوي ځانګړي استازي سره په لیدنه کې په خپل ګاونډي هېواد کې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د خبرو اترو د پیل کیدو هرکلی وکړ.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،زلمي خلیلزاد تیر ماښام په اسلام اباد کې د عمران خان سره لیدلي  او د افغانستان د سولې مساییل یې څیړلي دي.

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی دی چې، عمران خان په دې لیدنه کې ژمنه کړي ده چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پروسې څخه به ملاتړ کوي.

ددې راپورونو پر بنیاد،د پاکستان لمړي وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالی پر کموالی ټیینګار کړی او په جګړه کې له ښکیلو خواوو یې غوښتي دي چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي چې پاکستان د دویم ځل لپاره ژمنه  تازه کړي ده.

نوموړي په دوام کې ویلي دي:«مونږ په افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره د مثبتو ګامونو په اخیستو کې په خپلو کې توافق ته ورسیدو. »

خلیلزاد د پاکستان له سفر وړاندې د افغانستان د حکومت د مشرانو او سیاسیونو سره هم لیدنه او خبرې اترې ترسره کړي وي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سولې په تړاو د سفرونو تازه پړاو  د طالبانو سره له ۹ دور خبرو اترو له بندیدو یوه میاشت وروسته د بلجیم،روسیې ،افغانستان او پاکستان له سفرونو څخه پیل کړي دي.

ټاکل شوي ده چې د افغانستان د سولې په پروسه  کې به ډېر ژر د چین په کوربتوب د طالبانو او افغانستان د حکومت ترمینځ یوه ناسته ترسره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *