۹۰۰ زره رایي باطلې شوي

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو غړی وایي چې د ټاکنو د قانون د تعدیل پر اساس،لږ تر لږه د ۷۰۰ زرو څخه تر ۹۰۰ زرو پوې رایي بې اعتباره پیژندل شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،مولانا عبدالله پر خپله پیسبوک پاڼه لیکلي دي چې د پاکو او ناپاکو رایو تصفیه جریان لري.

نوموړي ویلي دي چې  د ګډون کوونکو د بایومیتریک شویو رایو وروستۍ شمېرې د ۱۷۹۱۷۰۳ څخه تر ۱۹۲۹۳۳۳پورې ښودل کیږي چې ۱۳۷۶۳۰ رایو دویم رقم د بحث او کتنې وړ دي.

مولانا عبدالله زیاته کړه چې د ټاکنو د کمیسیون ولایتي مسوولین چې تر واک لاندې مرکزونو کې یې د درغلۍ راپورونه وړاندې کړي نه ول،عدلي او قضایي مراجعو ته ورپیژندل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټاکنو دوه ورځې وروسته د تلې د ۶ په ټاکنو کې د ګډون کوونکو شمېر ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره کسان اعلان کړی و.

ټاکل شوي وه چې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدایي پایلې د تلې پر ۲۷ او نهایي پایلې د لړم په ۱۶ اعلان شي؛ مګر د « شفافیت د تامین او تخنیکي ستونزو» له امله د ټاکنو د پایلو اعلان وځنډید او لا تر اوسه یې دقیقه نیټه مالومه شوي نه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *