لغمان کې ترافیکي پیښې څلور تنه ټپیان کړي
د کابل ـ جلال اباد لوې لارې په اوږدو کې د لغمان اړوند د خیرو خیلو په سیمه کې د ترافیکي پیښې په ترڅ کې، څلور تنه ټپیان شوي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د لړم په ( ۵) نیټه سهار ۱۱ بجې د قرغیو ولسوالۍ اړوند خیرو خیلو سیمه کې د یوې ټوډي او کرولاټو موټر ترمنځ ټرافیکې پېښه شوې چې څلور تنه پکې ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوی د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
دولتری وایې پېښه د موټر چلونکو د بې پروا یې له امله رامنځ ته شوې .