د ۹۰۰ پاکستاني کوچنیانو د ایډز ازمایښت مثبت اعلان شو

د پاکستان په کوچني ښار «رټوډیرو» کې د ۹۰۰ څخه زیاتو کوچنیانو څخه د اخیستل شوي وینې ازمایښت ښایي چې  ټول د «ایچ ای وي» (ایډز) په وایروس اخته دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د سند ایالات د «رټودیرو» ښار ماشومان لمړی په سخته تبه اخته شوي،وروسته یې د والدینو پام شوی چې ډاکټر دوې ټولو ته له یوې پیچکارۍ(سرنج) څخه کار اخیستی دی.

په دغه سیمه کې د وړاندې شويو رسمي شمېرو څخه مالومیږي چې ۱۱۰۰ کسان په ایډز اخته شوي ۹۰۰ تنه یې له ۱۲ کالو څخه کم عمره ماشومان دي.

ځینو سیمه ایزو سرچینو ویلي دي چې په ایډز د اخته کسانو شمېر د تایید شوي شمېر څخه زیات دی.

دې کار د پاکستان د خلکو تر مینځ لویه اندیښنه رامنځته کړي ده.

څه وخت وړاندې د سند ایالت د «لارکانه» ښار د «وسایو» په کلي کې هم دیوه ډاکټر له لوري د یوې پیچکارۍ څخه په کار اخیستنې سره نږدې ۴۰۰ ماشومان د «ایچ ای وي» پر وایروس اخته شوي و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *