د دهنه غوري ولسوالې د پلخمري سره وصل شوه
امنیتي ځواکونو د خلکو په مرسته د بغلان ولایت د دهنه غوري د ولسوالۍ لار د پلخمري له ښار سره وصل کړی او دغه لار یې د خلکو پر مخ پرانیستلي ده.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت د نن ورځې ( لړم ۴)په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه لاره د روانو تصفیوي عملیاتو په پایله کې پرانیستل شوي ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي؛دغه لار چې د دهنه غوري ولسوالې د پلخمري له ښار سره نښلوي،د څلورو کالو راهیسې د وسله والو طالبانو له لوري تخریب شوي وه او په دغه لار یې د خلکو نقلیه وسایطو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.
د دهنه غوري ولسوالي تیره اوونۍ د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي ده.